اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې پريكړه كړې چې هېواد كښې به په سباؤن كښې د بهر څخه په راوړونكې ايندھن كوم بجلي ګهر نه جوړېږي ٬ دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي کابينې ته وئېلې دي چې هېواد كښې به درې ساعته څخه زيات لوډ شيډنګ نه كېږي ،د برېښنا وزارت واجبات وصولولو او د برېښنا غلا مخنيوي په اړه به د ډسکوز تفصيلي موازنه دوه اوونۍ كښې وړاندې كولې شي د كومې تر مخه به چې صوبائي حکومتونو او قانون نافذ کوونكو ادارو په مرسته اقدامات كولې شي، د ګيس نوو سکيمونو جاج اخستو لپاره کمېټي جوړه شوې ، د شمسي توان جامع پاليسي به ډيره زر اعلان كړې شي، تربيلا پاور سټيشن او کے۔ټو پاور پلانټ څخه د برېښنا پيداوار زياتيدو سره به د آختر په ورځو كښې لوډ شيډنګ كښې ريليف ترلاسه شي،بيلو منصوبو سره به تر بل اوړي موسم 7 زره ميګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله شي، په يو كال كښې د ډسټري بيوشن کمپنيو د واجبات وصولي او آپريشن به ښه شي، د ميټر ريډنګ ګيلو ختمولو لپاره به سږ كال تر آخر يا د راروان كال په اول كښې سمارټ ميټرز هم ولګولې شي۔د ګل په ورځ د وفاقي کابينې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ كښې د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان ووئيل وفاقي کابينې ته وئيلي شوي چې د سي پيك 720 ميګاواټ کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ څخه پيداوار پيل شوے ، اپريل 2015ء كښې مسلم ليګ (ن) د دې منصوبې لوظنامه لاس ليك كړې وه او 29 جون څخه په بشپړه ډول فعاله شوې، ده ووئېل 969 ميګاواټ د نيلم جهلم پن برېښنا منصوبې څخه هم د كورنو او صنعتي صارفينو ته برېښنا وركړے كېږي، وزيراعظم په 29 جون د کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ پرانسته كوله خو د اليکشن کميشن پريكړې په احترام كښې هغه د دې پرانسته ونه كړه ځكه چې موجوده جمهوري حکومت د آئين او قانون په سرلوړۍ باور لري او عمران خان د قوانين پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ده ووئيل کابينې ته وئيلي شوي چې 2013ء نه تر 2018ء د مسلم ليګ (ن) په دور كښې چې كومې منصوبې پيل شوې وي هغې څخه به 4623 ميګاواټ برېښنا تر رارواني ګرمۍ موسم په سسټم كښې شامله شي دغسې سولر، نيټ ميټرنګ او د نورو منصوبو څخه په مجموعي توګه راروان اوړي موسم كښې 7 زره ميګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله شي چې ورسره به په لوډ شيډنګ قابو وموندلے شي۔ ده ووئيل د شمسي توان په اړه جامع پاليسي راوړو ، په دې لړ كښې سرکاري او نجي ودانۍ به په شمسي توان منتقل کولو لپاره ګامونه پورته كولې شي دغسې ځينې صارفينو له په آسانو قرضو سولر پينل وركولې شي، ده ووئېل د زيارت په ورځ به وزيراعظم ته په دې لړ كښې بريفنګ وركولے شي او په څلورو اوونيو كښې به پاليسي اعلان کړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم او ټولو اتحادي لارښودو په سنجيدګۍ سره د هېواد ښه والي له کار كوي او ټول مشران د معيشت ښه كولو ، د جمهوريت استحکام او په آئين عملداري لپاره په ګډه كار كوي، ده ووئېل ټول ټاكنې به په 2023ء كښې د موجوده پارليمان موده په پوره كيدو كېږي او سپيځلې ټاكنې به كولې شي۔ خرم دستګير خان ووئيل غريب صارفين كوم چې تر 100 يونټس برېښنا استعمالوي هغوې له به ريليف وركولې شي او د 100 نه تر 200 يونټس د برېښنا صارفينو لپاره به هم د برېښنا بيعه نه زياتېږي۔ده ووئيل د ډسټري بيوشن کمپنيو ملازمانو له د برېښنا يونټس د 1960 لسيزې څخه وركړې كېږي،په دې لړ كښې د اصلاحات يو پيکيج جوړ شوے هغوې له به په تنخا كښې د برېښنا ويړيا وركولو په ځاے آسانۍ وركولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم سپارښتنه كړې چې ډسټري بيوشن کمپنيو د کارکردګۍ موازنه به وړاندې كولې شي،د برېښنا غلا مخنيوي او واجبات وصولي زياتولو لپاره به د ډسکوز مينجمنټ ښه كولې شي او د دې لپاره به نګراني او جديد ټيکنالوجي استعمالولې شي چې ورسره به د واجبات وصولي او ډسټري بيوشن کمپنيو آپريشن كښې 12 مياشتو كښې ښه والے راشي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل آئيسکو، فيسکو، ګيپکو، ليسکو او ميپکو 5 داسې ډسټري بيوشن کمپني دي د كومو خساره چې نسبتاً کمه ده او د ځينو دا خساره 10 فيصده څخه هم كمه ده۔د يوې بلي پوښتنې په ځواب ده ووئيل سږ كال تر آخر يا د 2023ء په پيل كښې لګيدونكې هر يو نوے ميټر به سمارټ ميټر وي،دې سره به د برېښنا د ريډنګ په اړه ګيلي لري شي۔ د پيټروليم وزير مملكت مصدق ملك ووئيل كله چې نړيوال مارکيټ كښې د ګيس بيعه 4 ډالره وه نو هغه وخت ګاز نه دے اغلستلے شوے، نن دغه بيعه 40 ډالره ته رسيدلې ، په ګرانه بيعه هم ګاز نه ترلاسه كېږي ، ټرمينلز شته ، ګيس ري ګيسي فائي کولو لوظنامه هم شته خو تېر حکومت ګيس نه دے اخستے، ده ووئېل په تيرو كلونو كښې 170 اربه روپۍ ايل اين جي اخستلو سره د كورنو صارفينو له وركړې شوې۔ده ووئيل مونږ د ايل اين جي ترلاسه كولو لپاره بيلو هېوادونو سره په رابطه كښې يو ، اېس اين جي پي ايل له 1170 ايم ايم سي ايف ډي ګيس ته اړتيا ده خو يواځي 670 اېم اېم سي ايف ډي ګيس موجود دے، ده ووئېل تېر حکومت يواځي د وګړو نيولو او انتقام پاليسي اختيار کړې وه، موجوده حکومت د هېواد ښه والي له سختي پريكړې،مونږ به د دې سياسي قيمت ادا کوو خو هېواد به په سم پلو روانوو۔د کشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان کائره ووئيل کابينه كښې په ټول هېواد كښې د ګرمۍ او لوډشيډنګ زياتوالي له امله په ستونزو د خيالاتو څرګندونه شوې ،مونږ سره احساس شته چې ګرمي زياته ده او لوډشيډنګ هم كېږي، دا سلسله لا روانه ده چې پشكال بارانونو او موسم په وجه په دې كښې څه نه څه ښه والے راغلے، ده ووئېل حکومت ته معلومه ده چې مشكل پريكړې كوي ٬ د دې به سياسي اثرات رامخې ته كېږي۔ ده ووئېل نړيواله منډۍ كښې د تيل بيعه زياته شوې ، روس او يوکرين جنګ كښې د طوالت په نتيجه كښې نړيواله منډۍ كښې د ګيس كمے او بيعو زياتوالي په وجه به نړۍ اثرات پريوتې او د دې به پېشنګوئي كيدله خ و بيا هم تير حكومت په داسې وخت د سمو پريكړو نه كولو په وجه زمونږ ستونزي زياتي شوې۔ده ووئيل مونږ دا نه وايو چې ټولې مسئلې د هغوي په وجه دي ، نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعه ز ياته شوې خو هغوې د خپلي نالائقۍ او نااهلۍ سره چې كومه تباهي راوستلې د هغې په وجه مسئلې راپيدا شوي ،ده ووئېل برېښنا کارخانې په سمدستي توګه نه شي لګيدلې، زياته دا كيدې شي چې هغه كارخاني كومې چې پخوانۍ دي او هغې څخه په ګرانه بيعه برېښنا پيدا كېږي او په پاکستان كښې 1500 ميګاواټ داسې کارخانې شته كومو څخه چې د برېښنا په يو يونټ پيدا كولو 60 روپۍ لګښت راځي مونږ له به هغه كارخانې هم روانول وي، د دې بنيادي وجه دا ده چې قام ته د دروغو يو خواب ښودلے شوے ؤ چې زمونږ سره انسټال کيپسټي 40 زره ميګاواټ ده۔ ده ووئيل مونږ چې كومې شميرې ښايو هغه د ميډيا او زمونږ د مخالفينو سره هم شته،كه څوك دا شميرې چيلنج کول غواړي نو هغوې دې چيلنج کړي۔ده ووئيل دا يو حقيقت دے چې برېښنا ويړيا نه ترلاسه كېږي،كومو سيمو كښې چې زيات لائن لاسز يا د برېښنا غلا كېږي هلته به زيات لوډ شيډنګ كېږي،چرته چې د برېښنا غلا او لائن لاسز کم دي او وصولي زياته ده هلته به كم لوډ شيډنګ کېږي، ده ووئېل دا مشکل خبره ده او كله چې دا خبره كېږي نو مونږ په محکمو الزام لګوو خو دا زمونږ د سماج هم يوه الميه ده چې ځينو سيمو څخه د لوډ شيډنګ په اړه خبر راځي چې هلته 16 ساعته لوډ شيډنګ دے، دغې سيمو كښې لائن لاسز 80 فيصد څخه زيات دے۔ده ووئيل سږ كال 1072 اربه روپۍ سبسډي لائن لاسز يا ريليف په نور لړ كښې وركړې شوې، د دې باوجود 283 اربه روپۍ سرکلر ډيټ دے،دا خبره زمونږ په اختيار كښې نه ده،مونږ غواړو چې قام دې څخه خبر كړو، ده ووئېل د دې بنيادي وجه دا ده چې تير حكومت د سباؤن ضروريات تر مخه د برېښنا پيدا کولو کارخانې لګولو پلو پام لرنه نه ده كړې ، د پي ټي آئي حکومت د مسلم ليګ (ن) او زمونږ حکومت په ضد ډنډوره كړي خو پخپل دور كښې ئې کارخانې نه لګولو سره مجرمانه غفلت کړے، ده ووئېل نن د نيوکليئر پاور، پن برېښنا، ونډ پشمول ټولې کارخانې چلېږي او بيا هم طلب نه پوره كېږي د دې ذمه وار موجوده حکومت نه دے۔ ده ووئيل د کابينې په غونډه كښې وزيراعظم ټولي خبري اوريدلې دي او ټاسك فورس او د کمېټۍ جوړولو ئې وئيلي دي دغسې په يوه اوونۍ كښې ئې د لوډ شيډنګ په اړه د جامع اقدامات سپارښتنه كړې ۔ د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسين په دې مهال ووئېل د مشکلو پريكړو په اړه کابينه كښې هم خبري شوې، اکثر غړو دا ووئيل نن څخه لس كاله وړاندې هم دا خبري كيدلې،كه دا پريكړې نن مونږ ونه كړو نو لس كاله پس به هم دا خبري كېږي دغسې كه زمونږ په ځاے كوم بل څوك وو نو هم به ئې دا خبري كولې،دې لپاره مونږ دا پريكړې وكړې چې هېواد په سم پلو روان شي او د توان حاجت پوره شي
هېواد كښې به په سباؤن كښې د بهر څخه پع راوړونكې ايندھن كوم بجلي ګهر نه جوړېږي ، د ګيس نوو سکيمونو جاج اخستو لپاره کمېټي جوړه شوې، د شمسي توان په اړه به جامع پاليسي ډيره زر اعلان كړې شي ۔ د وفاقي کابينې غوندې نه پس د وفاقي وزيرانو پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ