اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)په سېلاب ځپليو سيمو له د ضروري څيزونو وركړی لپاره يوټېلټي سټورونو لپاره د 54 كروړ او اېن ډي اېم اے لپاره د 3 اربه روپو منظوري وركړې۔د اي سي سي غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير په مشرۍ كښې وشوه۔اي سي سي يوټېلټي سټورونو لپاره د 54 كروړه روپو منظوري وركړې ۔په غونډه كښې په نورو اړوند چارواكو هم غور وكړے شو۔اي سي سي په ټول هېواد كښې په ځپليو سيمو كښې د ځپليو رېسكيو رېليف او بحالۍ لپاره اېن ډي اېم اے ته د درې اربه روپو وركولو منظوري وركړه۔په غونډه كښې په افغانستان كښې د پاكستان لخوا د جوړ كړو درېو روغتونونو د عملې تنخا او د روغتونونو اخراجات لپاره د 1.009 ارب روپو د فنډ وركولو منظوري هم وركړې شوه ۔په غونډه كښې د پاكستان ټرېډنګ كارپورېشن ته د ربيع سيزن لپاره د حكومت په كچه د درې لكه مېټرك ټن يوريا د درآمد عمل پېل كولو اجازه هم وركړې شوې
اي سي سي يوټېلټي سټورونو لپاره د 54 كروړه او اېن ډي اېم اے لپاره د 3 اربه روپو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ