اسلام آباد۔26نومبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ (نن) د اتوار ورځې څخه تر 28 نومبر د متحده عرب امارات دوه اړخيزه دوره کوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم انوار الحق به د دې دورې په مهال د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد سره ملاقات كوي۔ دا ملاقات به د سياسي، اقتصادي، تجارتي ٬ سرمايه كارۍ ٬ كلتوري ٬ دفاعي او د دواړو اولسونو تر منځ د اړيکو په شمول په نورو برخو کښې د دوه اړخيزه اړيكو مخ په وړاندې بوتللو موقعه رامخې ته كړي۔ په دې دوره كښی به د پاكستان او متحده عرب امارات ت?? منځ د توان ٬ پورټ آپرېشنز منصوبو ٬ وېسټ واټر ټريټمنټ ٬ فوډ سېكېورټي ٬ لاجسټك ٬ كان كنۍ ٬ ايوي اېشن او د بېنكنګ اېنډ فنانشل سروسز په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په شمول په بېلو برخو كښې د مفاهمت يادښتونه لاس ليك ك??ې شي۔ د پاكستان او متحده عرب امارات ت??مينځ د اوږدې مودې ورورولۍ اړیکې شتون ل??ي چې وخت تېرېدو سره سره لا ژورې شوي دي۔
نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ (نن) د اتوار ورځې څخه تر 28 نومبر د متحده عرب امارات دوره کوي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ