اسلام آباد۔11دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د هندي حکومت د 5 اګست 2019 د مقبوضه جموں کشمیر خصوصی حیثیت ختمولو اقدام په ضد په اپیلونو د هند سپریم کورټ پرېكړه افسوسناکه ګرځولو سره وئېلي دي دا يو اړخيزه او د نړيوال قوانین سره سمه نه ده ۔ د ګل په ورځ خپل د غبرګون بيان كښې ده ووئېل د هندي سپریم کورټ پرېكړه د سلامتي کونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده، د هند سپریم کورټ د اړخه مقبوضه کشمیر اټوټ انګ ګرځول ډېره خفګاني پرېكړه ګرځولې شوې، هند د کشمیر په اړه د سلامتي کونسل د قراردادونو نه پرله پسې تښتې ، ده ووئېل د هند سپریم کورټ د پرېكړې څخه د کشمیر?? اولس جذبات سخت ژوبل شوي دي ۔ ده ووئېل د هندي سپریم کورټ پرېكړه د کشمیر?? اولس د هيلو برعکس ده ، کشمیریان د تېرو 7 لسيزو نه د کشمیر د آزادۍ لپاره هلې ځلې كوي ،ده ووئېل د هندي انتها پسند حكومت حربې د کشمیر?? اولس د حق خودارادیت هلې ځلې نشي غلې كولې ۔ راجه پرویز اشرف ووئېل کشمیر?? اولس د کشمیر آزادۍ لپاره لازواله قربانۍ وركړې دي ، د هندي حکومت او سپریم کورټ متعصبانه او يو اړخيزه فیصلې د کشمیر?? اولس حوصلې نشي ماتولې ، ده ووئېل د کشمیر?? اولس هلې ځلې به د کشمیر خپلواكۍ پورې دوامداره وي او پاکستان به د کشمیر?? اولس اخلاقي ، سیاس?? او سفارتي مرسته روانه ساتي ، ده ووئېل د پاکستان پارلیمان به په ټولو ??يم?? ايزو او نړيوالو فورمونو د کشمیر?? اولس غږ بورته كوي ، ده ووئېل ڼريواله ورورولي دې د سلامتي کونسل قراردادونو تر مخه او د کشمیر?? اولس هيلو تر مخه کشمیر كښې د استصواب رائے کولو لپاره کردار ادا کړي
د مقبوضه کشمیر خصوصي حیثیت په اړه د هندي سپریم کورټ پرېكړه د نړيوال قوانين په ضد ده ، راجه پرویز اشرف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ