اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي)د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي چې د كا?? ساز پېښې نن پنځلس كاله پوره شو خو نن هم مونږ د كا?? ساز پېښې شهيدانو قربانۍ ياد ساتو۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې دې ووئيل د جمهوريت استحكام لپاره پيپلز ګ??ند بې شمېره قربانۍ وركړې دي٬د اكتوبر 18مه نېټه په عظيم قربانو كښې د يوې قربانۍ ورځ ده٬ د اكتوبر په 18مه نېټه كال 2007 په لاكهونو كسان د شهيد بنظيربهټو هركلي كولو لپاره د كراچۍ هوائي مېدان ته رارسېدلې وو٬ګڼ شمېر كسانو د خپلې قائدې بېنظيربھټو د اوږدې مودې هېواد څخه بهر پاتې كېدو نه پس خپل هېواد ته په راستنېدو د هغې تاريخي هركلے وكړو۔په دې مهال په چاودنو كښې د پيپلز ګ??ند ګڼ شمېر كارمندان شهيدان شوي دي۔د كا?? ساز پیښه كښې د شهيد شويو كارمندانو ته نن هم سلام كوم٬وفاقي وزيرې ووئيل د امريكې صدر د پاكستان په اړه د افسوس وړ بيان وركړې۔وزيراعظم او خارجه وزير په سمدستي توګه رد عمل كړې۔د امريكې سفير خارجه وزارت ته راتللو سره احتجاجي مراسله وركړی شوې۔د دې نه پس د امريكې د اړخه د صدر جوبائيډن په بيان وضاحت راغلې٬پاكستان د خپل جمهوري اثاثو حفاظت كول پيژني٬پاكستان يو ذمه واره اتومي رياست دے۔وفاقي وزيرې ووئيل يو تن د خپلې انا په خاطر پ?? اووه چوكو ضمني ټاكنو كښې برخه واخسته دغه تن اسمبلۍ ته تللو له چمتو نه دې٬هغه د خپل سياست په خاطر د سائفر ډرامه وكړه۔پيپلز ګ??ند په جمهوريت باور لري٬دې ووئيل جمهوري نظام كښې اولسي مسئلې حل كېږي
د جمهوريت استحكام لپاره پيپلز ګوند بې شمېره قربانۍ وركړي٬كار ساز پېښې عظيم قربانو كښې د قربانۍ يوه ورځ ده۔وفاقي وزيرې شازيه مري
monopoly on official entertainment
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن