چارسده 29 اګست (اے پي پي) وز??را??ظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې دا غم جن انسانيت ته د لاس وركولو وخت دے٬٬تر څو چې د ??ېل??ب له امله د ځپليو تر آخري كور آباد شوې نه وي په قلاره به نه كېښنو٬دوست هېوادونه او نړيوالې ادارې د ??ېل??ب ځپليو مرستې لپاره تعاون كوي٬شتمن خلك دې هم وړاندې راشي او د ځپليو مرسته دې وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په سپورټس كمپليكس چارسده كښې د ??ېل??ب ځپليو مرستې كېمپ دورې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د وز??را??ظم خاص مرستيال انجينئر امير مقام٬د قامي وطن ګونډ مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬د نېشنل پارټۍ مشر ايمل ولي خان٬د اتحادي ګوندونو لارښود او نورو اړوند ادارو افسران هم موجود وو۔ وز??را??ظم ته د ??ېل??ب صورتحال او د مرستې هلو ځلو په اره بريفنګ وركړی شو٬وز??را??ظم د كېمپ د بېلو برخو دوره وكړه او د ??ېل??ب ځپليو څخه يې د هغوي مسئلې معلومې كړې۔ وز??را??ظم ووئيل چې په نوښار٬چارسده او نورو سيمو كښې د ??ېل??ب اوبو ډېره تباهي كړې٬ په خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو او ??ېل??ب له امله 242 كسان په حق رسېدلي او ګڼ شمېر ژوبل شوي٬كالام٬دير٬سوات٬كوهستان او نورو سيمو كښې د شويو طوفاني بارانونو له امله د ديارب پغاړه ودانۍ او هوټلز په درياب كښې ډوب شوي٬ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلې٬په لاكهونو كورونه جزوي يا بشپړه تباه شوي٬سړكونه او پلونه ??ېل??بي اوبو وړي۔ وز??را??ظم ووئيل چې په تېرو 30 كلونو كښې دومره بارانونه نه دي شوي٬وفاقي او صوبائي حكومتونه٬اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے د پاك پوځ ځوانانو سره په ګډه د مرستې او بحالۍ كار كوي٬په سندھ كښې په شكارپور٬سكهر٬لاړكانه٬نوډيرو او نورو سيمو كښې هر پلو اوبه اوبه دي۔ د بلوچستان په نصير آباد٬قلات٬قلعه سېف الله٬چمن او نورو سيمو او سوئېلي پنجاب كښې هم ??ېل??ب لويه تباهي كړې۔ وفاقي حكومت د ځپليو سمدستي مرستې لپاره 28 ارب روپۍ جاري كړې دي۔ د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې 25 ٬ 25 زره روپۍ تقسيمېږي٬د بلوچستان او سندھ نه پس به په خېبرپښتونخوا كښې هم دا پیل كړی شي٬د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته لس لس لكه روپۍ وركولې كېږي٬نن هم په ځينو كورنيو كښې دا رقم تقسيم شوے۔ ده ووئيل چې په نوښار كښې د مرستې په كېمپ كښې د خوراك او علاج پشمول د ټولو آسانيو انتظامات شوي دي٬په چارسده كښې هم داروګان٬خوراك او نورې آسانۍ وركولې كېږي۔اېن ډي اېم اے٬پي ډي اېم اے٬وفاقي حكومت او صوبې په ګډه د دې آفت څخه د پیدا شوي صورتحال مقابله كوي ٬د ??ېل??ب او بارانونو له امله 3 كروړه 30 لكه څخه زيات كسان ځپلې شوي٬پاك پوځ دوه لكه كسان د چورلكو او كشتو د لارې محفوظ ځايونو ته منتقل كړي٬د پلونو او سړكونو بحالۍ لپاره هم اقدامات كولې شي٬د ??ېل??ب ځپليو مرستې لپاره په ښه انتظاماتو ټولو صوبو او د ګلګت بلتستان حكومت ته پیرزوينې وړاندې كوم۔ د ??ېل??ب او بارانونو له امله په مجموعي توګه د زرو څخه زيات كسان په حق رسېدلې دي٬د ايران٬تركيې او متحده عرب امارات صدرانو سره خبرې شوې دي٬هغوي د ??ېل??ب له امله په شوي زيان د غمرازۍ او ي?? والي څرګندونه كړې٬د مرستې اعلان ئې هم كړې. په دې لړ كښې د مرستې سامان رارسېدل پیل شوي دي٬په برتانيه كښې هم د ??ېل??ب ځپليو لپاره د نغدې مرستې اعلان شوې او د نړيوال بانك٬د خوراك نړيوالې ادارې او نورو ادارو څخه هم د مرستې پیغامات ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل چې ډېر زر به د كوهستان٬كالام٬سوات او دير هم دوره كوم٬د ??ېل??ب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره په اقداماتو انتظاميې ته پیرزوينې وړاندې كوم۔ دا وخت د سياست نه دې٬ دا غم جن انسانيت ته د لاس وركولو وخت دے٬ محنت سره به مونږ له خپل حق ادا كول وي٬ځپلې سيمې به آفت ځپلې ګرځولې شي٬ټول اتحاديان به په ګډه د ځپليو كورونه آبادوو او د آخري كور تر آبادولو به په قلاره نه كېښنو۔ده ووئيل چې شت??نو له هم د ??ېل??ب ځپليو مرسته كول پكار دي او د هغوي لپاره خوراك٬داروګان٬خيمې او نورې آسانۍ وركولو كښې مرسته كول پكار دي٬دا به د انسانيت لويې خذمت وي
دا غم جن انسانيت ته د لاس وركولو وخت دے٬تر څو چې د سېلاب له امله د ځپليو تر آخري كور آباد شوې نه وي په قلاره به نه كېښنو۔ وزيراعظم شهباز شريف
Baccarat squeeze credit website
APP36-290822
CHARSADDA: August 29 - Prime Minister Mian Muhammad Shehbaz Sharif addressing during his visit at Charsadda affective area. APP
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ