اسلام آباد۔27نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ تېره شپه د ډي چوك او جناح ايونيو خصوصي دوره وكړه او دغلته يۍ د شرخوښو د احتجاج په نتيجه كښې د شوي زيان جاج واغست۔ وفاقی وزیر ډي چوك څخه تر سېونتھ ایونیو لاړو ٬ ټولې لارې پرانستې وې۔ په دې موقعه وفاقي وزير حقائقو څخه پرده لرې كولو سره ووئيل چې ډی چوک څخه تر سېونتھ ایونیو ټولې لارې خاموشه دي ٬ ګډوډې رامخې ته كوؤنكي خپل سامان پرېښودلو سره دې ځاے څخه تښتېدلې دي٬ د دوئي د فائنل كال څه وشو؟ دوئي کنټېنر په خپله وسوزولو په كوم كښې چې شواهد موجود وو چې په كوم كوم ځاے بريدونه كول دي٬ دلته زيات دستاوېزات په سوزيدلي شكل كښې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئيل د دوئي ټولې منصوبې ناكامه شوې۔ ده ووئيل هر وارې تښتېدل د دوئي عادت جوړ شوے دے٬ د كال 2014 ء دھرنې څخه وروستو دوئي يو لوے احتجاج هم ونكړے شو۔ اوس تش لاس دې ځاے څخه تښتېدلي دي٬ د دوئي د لارښود د فائنل كال څه وشؤ؟ دوئي د لارښود خوشې كولو له راغلي وو او د خپلو كسان ګرفتاري وركولو سره وتښتېدل۔ د بشریٰ بی بی او ګنډا پور ترمينځه اختلاف روان ؤ ٬ د امنيتي ځواكونو مننه كوم چې هغوي دواړه يو ځاے كړل او په يو ګاډي كښې وتښتېدل۔ په كوم ټرانسپورټ كښې چې راغلي وو هغه يۍ پرېښودلو۔ دلته ګڼ شمېر وېنز ولاړ وو ٬ څپلۍ او جامې پاتې شوي دي۔ ده ووئيل زیرو پوائنټ طرف ته لاره هم بېخي پرانستې ده۔ وفاقي وزير ووئيل دوئي په تېښه كولو كښې تادي كړ?? ده۔ ده ووئيل د تحريك انصاف لخوا د درغو پروپېګندا كولې شي چې خلك وژلې شوي دي ٬ ډائرېكټ فائرنګ شوے دے ٬ نه خو مونږ په دې ټول روټ د ډزو كوم آثار وليدل او نه دوئي كوم وېډيو ثبوت لري چې دلته كسان ووژلې شوو۔ كوم روغتون ته مړې نه دې رسولې شوې۔ ده ووئيل ناكامه كېدو او تېښه كولو څخه وروستو اوس د دروغو بيانيه جوړولې شي كومه چې مونږ رد كوؤ۔ ده ووئيل كوم خلك په ګولو لګېدلي دي؟ دا د ځينې خلكو جعلي لسټونه په سوشل ميډيا شيئر كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ سره سي سي ټي وي فوټېج موجود دے په كوم كښې چې دا خلك ډزې كوؤنكې ليدلې شي۔ ده ووئيل مونږ دوئي منتشر كړل خو په چا مو سټرېټ فائرنګ نه دے كړ?? او نه څوك مړه شوي دي۔ دوئي ګاډي پرېښودلې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل دا مکافات عمل دے دوئي په 9 مئی وردیانې زوړندې كړ?? وې نن د دوئي جامې په نظر راځي كومې چې دوئي پرېښودلې دي۔ ده ووئيل تېر ځل هم علي امين دې ځاے څخه تښتېدلے ؤ۔ ده ووئيل دا كوم سياست دے چې تاسو ګډوډې رامخې ته كړ?? ٬ ورانې وكړۍ او بيا موقعې څخه وتښتۍ۔ ده ووئيل دوئي په اسلام آباد بريد كولو له راغلي وو٬ ده ووئيل سياست داسې نه وي چې تاسو دوه وارې موقعې څخه وتښتۍ۔ ده ووئيل دوئي بايد خپله صوبه كښې د اولس خدمت وكړي۔
د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د ډي چوك او جناح ايونيو خصوصي دوره ٬ د شرخوښو د احتجاج له امله د شوي زيان جاج يۍ واغست ٬ ګډوډې رامخې ته كوؤنكي خپل سامان پريښودلو سره وتښتيدل ٬ عطاﺀ تارړ
Caihu Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania