اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د پاکستان او ايران ترمېنځه د تاٶ تريخوالي په كمولو كښې زم??نږ خارجه پاليسۍ مهم كردار لوبولې٬ د تركيه د خېرسګالۍ د جذباتو تل قدر كوٶ٬ تركيه تل تعميري كردار لوبولې٬ د پاكستان او تركيه سپرليخېزه اړيكې مونږ لپ??ره لويه سرمايه ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيه د خپرونو ادارې “ټي آر ټي” سره خپله مركه كښې وكړې۔ وفاقي وزير ??وئ??ل د جنورۍ د 16مې نيټې څخه وروسته د ايران او پاكستان ترمېنځه تاٶ تريخوالې او د اړي ګړي صورتحال كښې تر ډېره حده كمې راغلې دې د كوم په سبب چې په منطقه كښې تشويش ٶ كوم چې په مزه مزه ختمېږي۔ ده ??وئ??ل د دواړو هېوادونو ترمېنځه صورتحال معمول ته په راوستلو كښې د تركيه او چين پشمول د نورو وروڼو هېوادونو تعميري كردار لوبولې چې م??نږ ئې ستائنه كوٶ۔ ده ??وئ??ل د پاكستان قيادت تر ډېره حده دا مسئله حل كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل چې د آئين له مخې په هېواد كښې آزادې٬ سپېځلې او بې پرې انتخابات كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده او ھغوي خپله دا ذمه واري په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ??وئ??ل حكومت د آئين آرټيکل 224 له مخې جوړ شوې دي٬ م??نږ خپل كار په ذمه وارۍ سره ترسره كوٶ٬ الېكشن كمېشن ته به مالي٬ انتظامي مرسته او امنيت وركوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل ځينې سياسي ګوندونه ګيلې لري٬ دا زم??نږ د سياسي كلتور برخه ده٬ هېواد كښې سياست په بشپړه توګه خپلواكه دې٬ بندېز پرې نشته۔ ده ??وئ??ل د نګران حكومت يو غړې يا د دوي رشته دار په انتخاباتو كښې برخه نشي اخستې٬ م??نږ سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو كښې د برخې اخستو يو ډول موقعې وركوٶ۔ ده ??وئ??ل دا مهال بېلټ پېپرز چاپ كېږي٬ پوسټل بېلټ هم لېږو او دغسې زم??نږ لخوا تيارۍ بشپړې شوې دي خو د انتخاباتو تر ورځ ډېر څه كول پاتې دي۔ ده ??وئ??ل د فرورۍ په اتمه نيټه د آزادو٬ سپېځلو او بې پرې انتخاباتو په كېدو پوخ باور لرو۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي ??وئ??ل د انتخاباتو نه وروسته به الېكشن كمېشن په دوه دريو ورځو كښې سركاري نتيجې اعلان كړي او د دې نه وروسته به د موجوده قامي اسمبلۍ سپيكر په يو دوه اوونيو كښې د قامي اسمبلۍ غونډه رابلي او د دې نه ورسته به د سپيكر او دوهم سپيكر انتخاب كېږي٬ د دې نه ورسته به د قائد ايوان انتخاب كېږي٬ د ايوان مشر څخه به صدر مملکت د وزيراعظم د سوكۍ حلف اخلي او د حلف اخستو نه ورسره به نګران حكومت تحليل شي او نوې منتخب وزيراعظم به خپله كابينه جوړوي
د پاکستان او ايران ترمېنځه د تاٶ تريخوالي په كمولو كښې زمونږ خارجه پاليسۍ مهم كردار لوبولې٬ د تركيه د خېرسګالۍ جذباتو قدر كوٶ٬ د پاكستان او تركيه سپرليخيزه اړيكې مونږ لپاره لويه سرمايه ده٬ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي
Immortal Way Gloves Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار