اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي مونږ به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړې منصفانه او امناكه حل لپاره د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتو۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ خبري كنفرنس په مهال ووئيل د جنورۍ 5مه نېټه د جمو او كشمير د اولس د خپلواكۍ ورځې په ??وګه لمانځلې شوې۔ په كال 1949 كښې په ??ې ورځ د ملګرو ملتونو د هند او پاكستان کمېشن (یواین سی آئی پی) د دې خبرې ضمانت وركړے ؤ چې په ??مو او کشمیر کښې به خپلواكه او منصفانه استصواب رائے کولې شي دغسې چې کشمیريان د حق خوداراد??ت حق وکاروي۔وياندي ووئيل د حق خود اراد??ت حق د نړيوال قوانين بنيادي اصول دي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هر کال يو قرارداد منظوروي، چې له مخې يې وګړي د خپل تقدير پخپله د ټاكلو ق??انين د حق توثيق كوي او دا د غير ملكي قبضې له مخې د وګړو د خود اراد??ت حق ترلاسه كولو لپاره د ښكار?? ملاتړ څرګندونه کوي?? دې ووئيل هند 70 كلونو راهسې د كشمير اولس د خپلواكۍ حق څخه محروم كړے۔ ویاندي په هند زور راوړو چې د جمو او کشمیر د وګړو د حقونو او د ازادۍ احترام وكړي ٬ ترڅو چې کشمیريان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې خپل د خود اراد??ت حق ونه كاروي .دې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د جمو او كشمير د شخړې د منصفانه او امناكه حل لپاره د خپلو كشميريانو وروڼو او خويندو سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔
پاكستان به د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړې منصفانه او امناكه حل لپاره د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر ويانده
Longhuyun Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس