کراچۍ 01 جنوري (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند صدر اصف علي زرد??ري د نوي كال په پيل كيدو د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره ?? امن لپاره دعا وكړه۔ پخواني صدر وئويل ??ې په غزه کښې د انسانانو قتل عام په دې وخت کښې د نوي کال خوشحالۍ په غم كښې بدل شوې۔د مقبوضه کشمیر وګړي د هندي پوځ د ظلمونو سره مخ دي ۔اصف علي زرد??ري وئیلي مونږ باید د هر ډول كركه او عدم برداشت سوچ له ماتې وركولو سره د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپا??ه کار وکړو۔ اصف علي زرد??ري ووئيل پاکستان د طوفانونو له امله سېلاب سره مخ شوې ؤ۔ بے روزګارۍ او ګرانۍ د وګړو ژوند ستونز سره مخ كړې ، ده ووئيل ??ې د پاکستان پیپلز ګوند د راتلونکي کال د فرورۍ په اتمه نيټه په ټاكنو كښې د وګړو په عدالت كښې حاضريږي ۔ ده ووئيل ??ې د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرد??ري لس نکاتي منشور به د هېواد پرمختګ او د اولس د سوكالۍ لپاره د كاميابي ثابته شي۔ آصف علي زرد??ري دعا وكړه چې كال 2024ء به د پاكستان او په خاص توګه د افغانستان لپاره ?? امن، خوشحالۍ او بركتونو كال ثابت شي۔ ده ووئيل د پاكستان پوځ او د پوليس افسرانو او اهلك??رو د محنت او قربانۍ په نتيجه كښې په پاكستان كښې امن بحال شوے۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او د اولس خوشحالي د پاكستان پيپلز ګوند منشور دے۔پاکستان پيپلز ګوند به ټولټاکنو كښې بريا ترلاسه كولو سره د هېواده څخه لوږه، بې روزګاري، ګراني او اقتصادي بدحالي ختموي۔
نوې کال دې په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره د سولې، سوکالۍ او برکتونو کال وي.اصف علي زرداري
Wolf Gold official entertainment link
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا