اسلام آباد۔1دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د بشري حقونو خاص مرستيالې مشعال حسېن ملک په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې مشعال حسېن ملک په يوه آن لائن مباحثه كښې د برطانېي پارليماني غړي د جموں و??شمير ناوړه صورتحال څخه خبر كړل۔ دې وو??يل نریندر مودی حکومت سيمه په يو لوئئي زندان بدله كړې ده۔ دې وو??يل کشمیری ماشومان او مېرمنې د هندي عسكرو ظلم او زياتي سره مخ دي۔ ده وو??يل د هند حكومت مقبو??ه سيمه كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت د بدلولو هڅه كوي۔ مشعال حسېن ملك وو??يل په هند كښې د مسلمانانو په شمول ټول اقليتونه د هندو انتها خوښو د لاسه ظلم او زياتي سره مخ دي۔ دې وو??يل نړۍ دې د مودي حكومت د فسطائيت نوټس اخستو سره د هندي اقليتونو او كشميري مسلمانانو تحفظ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ دې د برطانېي به پارليماني غړو زور راوړو چې هغوي په مقبوضه جموں و??شمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړي۔ دې زياته كړه چې زما خاوند محمد ياسين د نوي ډيلي په تهاړ زندان كښې بنديوان دے او د هند حكومت د عدليې د لارې هغه ته د مرګ سزا اورولو هڅه كوي نو ځكه پارليماني غړي دې د دې نا انصافۍ په ضد غږ پورته كړي۔ په مباحثه كښې د برطانېي پارليماني غړو په شمول د سول سوسائټۍ او د بشري حقونو تنظيمونو غړو ګډون كولو
نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي٬ مشعال ملك
JiLi Electronic Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ