اسلام آباد 27 جون (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي كال 2022 د پاكستان 75م د آزادۍ كال دے٬ مونږ چې سږ كال حكومت سنبهال كړو٬نو پرمختيائي بجټ نيم پاتې ؤ ٬ هېواد د غېر يقيني صورتحال څخه ويستلو او ديواليه كېدو څخه بچ كولو لپاره مو حكومت سنبهال كړے ٬د هېواد معيشت په بحالۍ او استحكام كښې به كامياب شو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ كنونشن سنتر كښې مېډيا سره د خبرو په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل د روسي يوكرين جنګ څخه په نړيواله كچه د څيزونو بيعې زياتېږي٬ځوان كل زمونږ قيمتي اثاثه ده٬د بلوچستان پرمختګ لپاره خاص فنډز وركړے شوے٬پاكستان د نړۍ په 20 لويو معيشتونو كښې د شاملېدو صلاحيت لري۔ده ووئيل اتحادي ګوندونوپه سياسي ګټه د هېواد معيشت استحكام ته ترجيح وركړې۔ده ووئيل د ټرن اراؤنډ پاكستان كنفرنس له مخې د ټولو څانګو استازي رابللې شوي او هغوي سره په ګډه د يو كال لپاره داسې درې څلور اهداف متعين كول غواړو كوم چې راتلونكې كال كښې سر كړو۔وفاقي وزير ووئيل په ټولو هېوادونو كښې د پرمختګ دارومدار د نجي څانكې په شراكتدارۍ او د نجي څانكې په سرمايه كارۍ دے ٬مونږ د پاكستان د پرائيوېټ څانګې پرمختګ په لار كښې خنډان لرې كول غواړو۔ده ووئيل مونږ د پرائيوېټ سېكټر٬اكېډېميا او د هېواد ذهين ذهنونه د ټرن اراؤنډ پاكستان كنفرنس ته رابللې دي٬د خلقو په جذبه ليدلو خوشحاله شوي يو٬د امريكې٬برتانيې٬دبئي څخه خلقپه خپله خرچه راځي٬نن هر پاكستانے غواړي چې مونږ ټول په ګډه هېواد د بحران څخه وباسو۔ده ووئيل په ټولو هېوادونو كښې د پرمختګ دارومدار د نجي څانكې په شراكتدارۍ او د نجي څانكې په سرمايه كارۍ دے٬مونږ د پاكستان د پرائيوېټ څانګې پرمختګ په لار كښې خنډان لرې كول غواړو۔ده ووئيل كال 2022 د پاكستان د ازادۍ 75م كال دے٬سږ كال چې مونږ حكومت سنبهال كړو٬نو پرمختيائي بجټ نيم پاتي ؤ ٬ هېواد د غېر يقيني صورتحال څخه ويستلو او ديواليه كېدو څخه بچ كولو لپاره مو حكومت سنبهال كړے۔ده ووئيل دا مهال پاكستان د دلدل څخه ويستلو لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اتحادي ګوندونو دا ذمه واري په خپلو اوږو اغستې او پاكستاند معاشي چېلنج څخه ويستلو لپاره شپه ورځ كار كوي۔
هېواد د غېر يقيني صورتحال څخه ويستلو او ديواليه كېدو څخه بچ كولو لپاره حكومت له راغلي يو ٬د هېواد معيشت په بحالۍ او استحكام كښې به كامياب شو۔احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : ریل رش