كراچې 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د هېواد او اولس ??رمختګ او خوشحالې لپاره جمهوريت ضروري دے٬ حكومت نه يوازې د 10 زره ??ېګاواټه د توان پروژې پېل كړې دي٬ بلكې په وخت ئې ترسره ??ړې هم دي٬ د توان ډېرې پروژې د ترسره ??ېدو په حال كښې دي٬ اوس برېښنا په ډېر مقدار كښې ترسيل كېږي٬ حكومت مهم اقدامات كولو سره د ګاز په بحران قابو موندلې٬ امريت تل اولس ته په ګټه رسولو كښې پاتې راغلې او د امريت وخت كله هم د هېواد د سباؤن په ګټه نه دے ثابت شوے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان انټرنېشنل بلك ټرمينل لمېټډ ﴿ پي آئي بي ټي اېل﴾ پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ پي آئي بي ټي اېل د هېواد د كوئلې٬ كلنكر او د سيمنټ د وړلو راوړلو وړومبې ټرمينل دے كوم چې په پورټ قاسم جوړ كړے شوے او په دې 285 مليونه ډالر لګښت راغلې او تراوسه پرې د كوئلې 12 بېړې ودرېدلې دي۔ وزيراعظم د جمهوريت په حق كښې په پرېكړه كولو پاكستاني اولس ته كرېډټ وركولو سره ??وئيل چې پرمختګ لپاره د جمهوري عمل تسلسل ضروري دے٬ د جمهوري نظام له مخې خلقو د خپلې خوښې د مشرانو ټاكنه كړې او هغه خلق ئې كور ته لېږلي كومو چې اولس ته څه ورنه كړې شول۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې اولس به ?? كاكردګې په بنياد د راتلونكي حكومت پرېكړه وكړي۔ ده ووئيل چې چېلنجونه موجود دي خو په دې به قابو وموندل ش??۔ وزيراعظم ووئيل چې كله مسلم ليګ ﴿ن﴾ په كال 2013م كښې اقتدار ته راغلو نو هېواد يو شمېر بحرانونو سره ??خ و خو اوسني حكومت په دې بحرانونو قابو وموندله٬ د ګاز په بحران قابو وموندل ش??ه٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې د موټروے او لويو لارو يو شمېر پروژې ترسره شوې۔ د ګوند په هغو د پاكستان چين اقتصادي لارې په صورت كښې د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري پاكستان ته راغله۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې پېل كړې شوې پروژې ترسره ??ړې بلكې په تېر وخت نيمګړې پاتې شوې پروژې ئې هم ترسره ??ړې۔ ده ووئيل چې په چترال كښې د لواري ټنل د پروژې بنياد 45 كاله وړاندې ارواښاد ذوالفقار علي بهټو ايښې و او نواز شريف د 28 اربه ??وپو په لګښت دا پروژه ترسره ??ړه۔
د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان انټرنېشنل بلك ټرمينل لمېټډ ﴿ پي آئي بي ټي اېل﴾ پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا