اسلام ??با?? 23 فروري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې الحمدالله تاپی منصوبه په يو حقیقت كښې بدلېږي او دا يوه تاریخی موقع ده كو??ه چې د سيمې هېوادونو د اړيكو عكاسي كو??، تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي?? د په امن بحالۍ ٬ معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي ٬سی پیك به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي، د ګوادر بندر څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسيا رابطې زياتولې شي?? د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته وشي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تركمانستان څخه د افغانستان د لارې پاكستان او هند له د ګاز وركولو لپاره د پائپ لائن غزولو منصوبې (تاپی) ، د برېښنا ترسیل او آپټكس پروژو افتتاح په موقع د جمعې پھ ورځ د تركمانستان سرحت ??با?? ښار كښې دستورې ته خطاب كو??و۔ ده ووئيل تركمانستان ٬افغانستان ٬ پاكستان او هند د تاپی منصوبې شراكت دار دي او د تركمانستان اولس مشر قربان علی بردی محمدوف وژن سره تاپی ګاز پائپ لائن منصوبه د انرجی او كمیونیكېشن كوریډور جوړ شوے چې ورسره به د سيمې هېوادونو سړك٬ ریل ٬برېښنا ٬ ګیس ٬ آئی ټی پشمول په نورو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي او سيمه كښې د امن او امان بحالی او معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي۔ ده ووئيل تاپی منصوبې سره به د پاكستان د توان حاجت پوره كيدو كښې مرسته وشي۔
تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری